ټاکل شوې چې سبا يکشنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) چې د روانې ډيسمبر له ۱۲مې سره برابره ده، پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان اړوند په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه ترسره کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسد قرار له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، د يادې غونډې د ترسراوي په موخه بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.
نوموړي زياته کړې چې د ټانک په غونډه کې به پر خيبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا سربېره، د قبايلو له بېلابېلو سيمو زرګونه پښتانه او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويان ګډون وکړي.
اسد قرار زياتوي چې په سبانۍ غونډه کې ډېر ټينګار د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شويو غړيو لکه علي وزير، وېس ابدال، حنيف پښتين او نورو پر خلاصون کېږي.
د قرار په خبره، ښايي د ټانک په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړيو خلاصون په موخه د راتلونکي لپاره هم د نوموړي غورځنګ يو لړ اقدامات په ډاګه شي.
د ټانک يادې غونډې لپاره له دوو اونيو راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو له لوري کمپاين روان و او په دې ترڅ کې د ياد غورځنګ غړي پر کوڅو او ښارونو ګرځېدلي څو خلک په ياده لويه ولسي غونډه کې ګډون ته ور وبولي.