Home » افغانستان » د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر ومړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله‌من وزیر ومړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شاعر ګیله‌من وزیر په اسلام اباد کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین هم د ګیله‌من وزیر د مړینې خبر تایید کړی دی.

منظور پښتین تېره شپه (د چنګاښ۲۰مه) په اسلام اباد کې د پیمز روغتون مخې ته د دغه غورځنګ د پلویانو یوې ډلې ته په خپله وینا کې وویل، چې ګیله‌من وزیر اوس د دوی په منځ کې نشته.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي او شاعر ګيله‌من وزير دوشنبې په اسلام اباد کې د يوې ډلې کسانو له خوا بريد شوی او په سر يې ټپي کړی و. هغه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې په کوما حالت کې و.

ګیله‌من وزیر د پښتنو د حقونو لپاره د خپلو فعالیتونو او د خپلو مهیني شعرونو له امله په ځوانانو کې شهرت لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...