Home » افغانستان » د پخوانۍ ولسي جرګې غړې ‘مرسل نبي زاده’ ووژل شوه

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې ‘مرسل نبي زاده’ ووژل شوه

د پخوانۍ د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده نن په کابل په ډزو ووژل شوه.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې دغه پېښه تایید کړې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، نبي زاده د کابل په دولسمه ناحیه (ارزان قیمت) کې د یکشنبې په ورځ په خپل کور کې د ناپېژانده وسله والو برید کې وژل شوې ده.

ځدراڼ وویل، په پېښه کې د نبي زاده یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...