د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د کورمې ايجنسۍ په قمرمېله سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پو يوه پوسته د بريد پرمهال، وسلهوال د افغانستان له خاورې ور اوښتي وو.
د پاکستان پوځ پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د جګړې پرمهال د ډيورنډ له کرښې پورې د افغانستان له غاړې هم پرې ډزې شوي او له همدې کبله يې ۵ تنه پوځيان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي، په افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت بايد دا يقيني کړي چې بيا ځلي به يې خاوره د پاکستان پر ضد نه کارېږي.
تر اوسه اسلامي امارت د پاکستان د پوځ دې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي
وسلهوالو پرون يکشنبه ناوخته د کورمې ايجنسۍ په قمرمېله سيمه کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته خونړی بريد وکړ. د دغه بريد مسووليت تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستی او په کې يې د ۶ پوځيانو د وژل کېدو او دغه راز د ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.