د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې نن د (لېندۍ په ۲۷مه) چاودنه شوې او په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور يې ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکو ويلي چې چاودنه د کراچۍ په شېرشاه سيمه کې د يوه بانک پر دفتر شوې ده. که څه هم د يادې چاودنې د څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي، خو پوليسو ويلي چې په اړه يې څېړنې روانې دي.
ځايي روغتونونو هم رسنيو ته تائيد کړي چې د پېښې له ځايه ۱۰ جسدونه او ۱۲ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
د يادې چادونې مسووليت په سملاسي ډول چا نه دی اخيستی؛ خو د دغسې خونړيو بريدونو مسووليت تل د تحريک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون پالو له لوري منل کېږي.