Home » سیمه او نړی » د پاکستان په راولپنډۍ کې پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی

د پاکستان په راولپنډۍ کې پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی

پاکستاني چارواکو ويلي چې د پاکستان په ستر ښار راولپنډۍ کې پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی او په ترڅ کې يې يو تن پوليس وژل شوی دی.

د راولپنډۍ پوليسو هم بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، ياد بريد پرون دوشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۲مه) هغه مهال شوی چې يوه ډله پوليس د راولپنډۍ اړوند په پير ودايي سيمه کې پر ګزمه بوخت وو او د موټرسايکل سپرو وسله‌والو له لوري پرې بريد وشو.

د ياد بريد مسووله تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخيستی دی. دې ډلې وروسته له هغې پر پاکستاني ځواکونو مرګوني بريدونه پيل کړل چې له پاکستان سره يې يو مياشتنی اوربند تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...