د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ګواډر بندر پر تاسیساتو د بلوڅ بېلتونغوښتونکو په ډلهییز برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویلي چې پرون چهارشنبې د وري لومړۍ نېټه یو شمېر بریدکوونکو غوښتل د دغه بندر تاسیساتو ته دننه شي، خو د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه نیول شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې د برید په ترڅ کې دوه پاکستاني پوځیان او اته بریدګر وژل شوي، خو بلوڅ بېلتونغوښتونکو ویلي چې شاوخوا ۲۵ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.
له دې برید سره هممهاله د یاد ایالات په زردالو سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کې ۱۲ کارکوونکي مړه شوي دي.
د چارواکو د معلومات له مخې اته نور کانکیندونکي ژغورل شوي چې له چاودنې وروسته په کان کې بندپاتې وو.