د پاکستان ډيموکراټيک غورځنګ يا PDM چې د عمران په مشرۍ د اوسني حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو تشکيل شوی، اعلان کړی چې د حکومت پرځولو په موخه يې اسلاماباد ته په لاريون د خلکو ور دننه کول دوې ورځې ځنډولي دي.
د دې غورځنګ مشر ملا فضلالرحمن پرون رسنيو ته ويلي، دغه پرېکړه يې په اسلامباد کې د اسلامي همکاريو سازمان د ۴۸مې غونډې ترسره کولو په موخه کړی دی.
فضلالرحمن زياته کړې چې د مارچ په ۲۵مه به له ټولو مخالفو سياسي ګوندونو سره يو ځای، لاريون پيلوي او اسلاماباد ته به ننوځي.
نوموړي ګواښ کړی چې د حکومت مخالف سياسي اېتلاف له غړو ګوندو سره په ګډه به، د حکومت د پرځولو په موخه له هېڅ راز مشروع کار په شا نه شي.
په وروستيو کې په پاکستان کې د حکومت سياسي مخالف ګوندونه د حکومت پر ضد پاڅېدلي او د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د حکومت پرځول غواړي. د همدې کشمکشونو له امله دامهال په پاکستان کې سياسي بېثباتي اوج ته رسېدلې ده.