د تحريک طالبان پاکستان ډلې يوې سرچينې فرانس پرېس ژانس ته ويلي چې د مولوي فقير محمد په نوم د دې ډلې يو تن مهم قومندان د بېپيلوټه الوتکې له بريد ژوندی او روغ وتلی دی.
سرچينې ويلي چې پر نوموړي ياد بريد په کونړ کې شوی دی. تحريک طالبان پاکستان ته دې نږدې سرچينې زياته کړې چې د ياد بريد پرمهال مولوي محمد فقير نه و موجود او د يادې ډلې يوازې دوه ساتونکي په کې ټپي شوي دي.
اسلامي امارت هم دغه بريد منلی، خو د څرنګوالي په اړه يې ويلي چې نوموړی بريد هوايي نه بلکې له ځمکې د وېشتل شوي توغندي پر مټ شوی دی.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي ويلي، څېړنې پيل شوي خو تر اوسه دا نه ده مالومه چې دا بريد چا کړی دی.
مولوي فقير محمد د تحريک طالبان پاکستان ډلې يو له مهمو قومندانانو دی چې د تېر حکومت پرمهال له نيول کېدو وروسته په بګرام کې زنداني و خو د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته له نورو زندانيانو سره يو ځای له زندان خوشی شو.