په کندهار کې د پوليو پر ضد د کمپاين مسوولين وايي، چې سږ کال په سوېلي حوزه کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې څلور يې په کندهار کې دي.
دا شمېرې د کندهار ولایت مقام له خوا په سوېلي حوزه کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین د استازي ډاکټر صدیق الله پټیال په حواله خپرې دي. هغه دا نه ده روښانه کړې چې د پولیو اووه مثبتې پېښې په کومو سوېلي ولایتونو کې دي.
په کندهار کې د پوليو د څلورو مثبتو پېښو له جملې څخه دوه يې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په شاه وليکوټ او ارغستان ولسواليو کې ثبت شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې يو پنځه کلن ماشوم او په ارغستان ولسوالۍ کې يو بل څلور نيم کلن ماشوم په پوليو اخته شوي دي.
څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړ، چې سږ کال په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تر اوسه په هېواد کې د پولیو د ټولو مثبتو پېښو شمېر په لاس کې نشته.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.