Home » افغانستان » د هېواد په درې ولایتونو کې ۶۰ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د هېواد په درې ولایتونو کې ۶۰ طالبان وژل شوي

 د ملي دفاع وزارت وایي، چې د هیواد په درې ولایتونو کې  د افغان ځواکونو په جلا عملیاتو کې یې  ۶۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه وزارت نن یکشنبه (د غویي ۵ مه نېټه) په خپره شویو خپرپاڼو کې ویلي، دغه عملیات تېره ورځ افغان ځواکونو په غزني، میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې ترسره کړي دي.

په خبر پاڼو کې راغلي چې د افغان ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ په دغه عملیاتو کې ۶۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

خبر پاڼې زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر دې مهاله د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...