Home » سیمه او نړی » د هند هرناز سندو د نړۍ د ښکلا جايزه وګټله

د هند هرناز سندو د نړۍ د ښکلا جايزه وګټله

په اسرائيلو کې د نړۍ د ښکلا مليکې د نومونې په موخه د پيل شويو سياليو په ترڅ کې، د هند هرناز سندو وتوانېده چې ځان د ۲۰۲۱ زېږديز کال د ښکلا مليکه کړي.

دا سيالۍ له دوو اونيو راهيسې د اسرائيلو په ايلات ښار کې روانې وې. د ښکلا دې نړيوالې جايزې ته له ټولې نړۍ ۸۰ ميرمنې نوماندې وې چې په پايله کې يې هندۍ هرناز سندو د جايزې ګټونکې او د نړۍ د ښکلا مليکه ونومول شوه.

نوموړې د دې جايزې اخيستو پرمهال پر وويل: «تاسو ټول ځانګړي ياست او همدا مو ښکلا ده. نو ځکه له يوه او بل سره ځان پرتله کول پرېږدئ.»

دا سيالۍ هر کال په ډيسمبر کې جوړېږي او له نوماندو ميرمنو يوه هغه يې د نړۍ ښکلې ميرمنې په توګه غوره کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...