Home » سیمه او نړی » د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر مړه شوه

د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر مړه شوه

د هند بالېووډ سينما نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر نن يک‌شنبه د (سلواغې په ۱۷مه) د ممبيي په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

لتا منګېشکر د تېرې جنوري په ۱۱مه په روغتون کې بستر شوه او ډاکټرانو هغه مهال خبر ورکړی و چې په نوموړې کې يې د کرونا نښې موندلي دي.

منګېشکر د بالېووډ شاوخوا ۱۰۰۰ فلمونو ته سندرې ويلي او له همدې کبله د بالېووډ د فلمونو کتوونکو ترمنځ ډېره مشهوره وه. نوموړې ته د خپل شهرت له مخې په هند کې د شپې د ملايکې لقب هم ورکړل شوی و.

لتا منګېشکر ته د هند حکومت په ۲۰۰۱ کال کې د هنري خدمت له کبله د دغه هېواد تر ټولو لوړ ملکي اعزاز لرونکی مېډال هم ورکړی دی.

نوموړې د څو اوونيو لپاره په روغتون کې تر بسترېدو وروسته نن سهار مهال د ۹۲ کالو په عمره له نړۍ سترګې پټې کړې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...