په هرات کې د ا.ا سمیهییزمسوولین وايي، په تېر کال کې د یاد ولایت د موزیم او ارشیف ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د موزيم او ارشيف عمومي مدير، عبدالجبار نورزي په يوه راپور کې ویلي چې په تېر کال کې څه باندې څوارلس زره کورنیو او بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له موزيم او ارشيف څخه ليدنه کړې ده.
هغه زیاتوي: “د هرات موزیم ته د ۹ زره ۹۸۹ کورنیو سیلانیانو، ۲۷۲ بهرنیو سیلانیانو او د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ۳ زره ۷۴۵ زده کوونکو په ګډون شاوخوا ۱۴ زره کسانو لیدنه کړې ده.”
د هرات د موزيم د مديريت د شمېرو له مخې، اوسمهال په دغه موزيم کې شاوخوا درې زره لرغوني اثار موجود دي، خو د مناسب ځاى د نشتوالي له امله يې يوازې ٥٠٠ اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د مسوولينو په وينا، د دغه موزيم د جوړېدو چارې او د دغو کارونو ځانګړی ترمیم او معیاري ساتنه پیل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات موزيم او ارشيف د افغانستان له ملي موزيم وروسته په هېواد کې دويم موزيم دى، چې ډېر تاريخي اثار پکې ساتل کېږي.