Home » سیمه او نړی » د نړیوالو مخالفتونو سره سره پر رفح د اسراییلو بریدونه دوام لري

د نړیوالو مخالفتونو سره سره پر رفح د اسراییلو بریدونه دوام لري

اسراییلي ځواکونو د نړیوالو مخالفتونو سره سره تېره شپه پر رفح ښار هوایي بریدونه پیل کړي چې له امله یې یوشمېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د فلسطیني چارواکو د اعلامیې له مخې، د دغه بریدونو په ترڅ کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر رفح د اسراییلو بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې دا بریدونه پرته له خبرولو ترسره شوي، کیدای شي چې په راتلونکو ساعتونو کې نور بریدونه هم وشي.

دغه برید نړیوال غبرګونونه را پارولي دي او د یو شمېرهېوادونو مشرانو د اسراییلو د بریدونو د غندلو سربېره په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي د نوي هجري لمریز کال په مناسبت په خپل پیغام کې د غزې په تړانګه د اسراییلو بریدونو ته په اشارې ویلي چې اسراییلي رژیم د فلسطین د ژوند او هویت د ټولو نښو د له منځه وړلو، د ټولنیز او مدني انحطاط د شرایطو د رامنځته کولو او په زور د کډه کولو هڅه کوي.

له بلې خوا د ايټاليا لومړی وزير جورجيا ملونی په يوه غونډه کې ویلي چې هېواد يې په رفح کې د اسرایيلو له عملياتو سره سخت مخالفت کوي او وايي چې اسرایيلي رژيم بايد بې ګناه خلک ونه وژني.

د اسراییلو بریدونه په داسې حال کې پراخ شوي چې د اکتوبر له اوومې راهېسې تر اوسه له ۳۱ زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۷۱ زره نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...