د ننګرهار ولايت د محبس امر عبدالولي حصارک له دندې ليري شوو او پر ځاى يې سمونوال صالح محمد شيرزی د ننګرهار محبس نوی مدير وټاکل شو٠
د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوګياڼي همدارنګه ويلي چې د کورنيو چارو وزارت له لورې د دغه ولايت امنيه قوماندان ايمل نيازی هم مرکز کابل ته غوښتل شوی او پر ځای يې مل پاسوال ولي جان سرحدي د امنيه قوماندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی.
روانه اونۍ د ننګرهار پر محبس د داعش وسله والو بريد کې لسګونه کسان مړه او ټپيان شول٠