د ناټو عمومي سر منشي ینس ټولټنبرګ پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې کم او له جګرو دې لاس واخلي.
ټولټنبرګ پرون رسنیو ته ویلي چې طالبان دې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له نورو ترورستي ډلو سره دې اړیکې پریکړي.
نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې مو د خلکو، خبریالانو او نورو پر وړاندې بریدونه لیدلي چې د اندیښنې وړ خبره ده او باید د تاوتریخوالي کچه کمه شي.
د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن ویلي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې سیاسي هوکړه ارزوي چې ایا طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی او که نه.
په ورته وخت کې بیا د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هم ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د نه کمولو سره سره له القاعده شبکې سره اړیکي نه دي پریکړي چې دا هم له ژمنو پښه اړول دي.
بل خوا بیا طالبانو هم امریکا متحده ایالات په دې تورنوي چې دوی له موافقې څخه سرغړونه کړې، دغې ډلې څو ورځې وړاندې وویل چې که بهرني سرتیري تر مۍ میاشتې له افغانستانه ونه وځي دوی به (جګړه او جهاد) ته ادامه ورکوي.