د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي.
امنیت شورا ویلي دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو کړنو مخالف دي او ټولې هغه کړنې غندي چې پکي بېګناه او ملکي وګړي وژل کېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ډول بریدونو په اړه ژر تر ژره پلټنې وکړي، سرچینې او ملاتړي یې پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.