Home » افغانستان » د ملګرو ملتونه امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

د ملګرو ملتونه امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

په افغانستان کې د ملګرو سياسي استازولۍ يا يوناما خبر ورکړی، چې د دغه سازمان امنيت شورا په پام کې لري څو د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.

يوناما په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ټاکل شوې دا ناسته سبا چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) ترسره شي او په کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړې استازې ډيبرا لاینز د افغانستان وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې کړي.

دا په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو وروسته، دا درېيمه ځانګړې ناسته ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري ترسره کېږي.

داسې احتمال شته چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ښايي د خپل سبانۍ ناستې پرمهال د افغانستان په اړه يو لړ پرېکړې هم وکړي.

له دې وړاندې اروپايي تولنې خبر ورکړی و چې نړيوال د اوکراين وضعيت ترڅنګ په افغانستان کې هم د وضعيت څارنه کوي او د اسلامي امارت له لوري يې په کابل او ځينو ولايتونو کې د روان تصفيوي عملياتو مخالفت کړی.

دې ټولنې له اسلامي امارت غوښتي چې ژر روان عمليات ودروي او عامو افغانانو ته دې په يوه او بل نوم مزاحمت نه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...