Home » افغانستان » د ملي دفاع وزارت چارواکو په مشرۍ حکومتي پلاوی سويس ته رسېدلی

د ملي دفاع وزارت چارواکو په مشرۍ حکومتي پلاوی سويس ته رسېدلی

د سويس بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت يو پلاوی پر يوه اوونيز سفر دې هېواد ته رسېدلی دی.

د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې اليزا راګي ويلي، د طالبانو دغه پلاوی په جينوا کې د يوه غير دولتي بنسټ له لوري بلل شوی او ټاکل شوې چې د خپل سفر په ترڅ کې د سويس له بهرنيو چارو وزير سره هم وګوري.

د راپورو له مخې، دغه حکومتي پلاوی د ملي دفاع وزارت اوړند د ليکو د تصفيې کمېسيون مشر لطف‌الله حکيمي په مشرۍ د سويس پلازمېنې جينوا ته رسېدلی او دغلته به د غير دولتي مرستندويه بنسټونو له مسوولانو سره پر لېدنو سربېره، د يو شمېر اروپايي هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

بل خوا فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی چې په جينوا کې د طالبانو او اروپايي هېوادونو د استازو ترمنځ دغه ناسته به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پيل او تر جمعې ورځې به دوام وکړي. د راپور له مخې په دې ۴ ورځنيو خبرو کې به افغانستان ته له خنډ پرته د بشري مرستو پر لېږلو بحث وشي.

د سويس بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې جينوا ته د افغانستان سرپرست حکومت د پلاوي رسېدل په دې مانا نه دي، چې هېواد يې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ اوسنی حکومت په رسميت پيژني.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...