Home » سیمه او نړی » د مالېزيا په سواحلو کې د کډوالو يوې کيښتۍ ډوبېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۵ نادرکه دي

د مالېزيا په سواحلو کې د کډوالو يوې کيښتۍ ډوبېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۵ نادرکه دي

د اندونيزيايي کډوالو يوه کښتي پرون چهارشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۴مه) د ماليزيا په سواحلو کې اوبو ډوبه کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼ کسان مړه شوي دي.

په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، د کډوالو په ياده کيښتۍ کې ټول‌ټال ۵۰تنه سپاره ول چې له ډوبېدو وروسته د سپرو له ډلې ۱۴تنه ژوندي ژغورل شوي، ۱۰ تنه مړه موندل شوي او ۲۵تنه نور لا هم په اوبو کې نادرکه دي.

ماليزيايي چارواکو ويلي چې د نادرکه کسانو د بيا موندلو په موخه يې هڅې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې اضافي کوم څوک نه دي موندلي.

چارواکو دغه راز دا هم ويلي چې په کښتۍ کې د ګڼو کسانو سپرېدل او له دې کبله د کښتۍ درندوالی د دې سبب شوی چې په اوبو کې ډوبه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...