Home » فرهنګی او ټولنیز » د لسو کورنیو رسنیو جوازونو په تړاو د محکمې پریکړه وځنډیده

د لسو کورنیو رسنیو جوازونو په تړاو د محکمې پریکړه وځنډیده

لس کورنۍ رسنۍ په هغو ورځپاڼو، خبري بنسټونو او وېبپاڼو کې شاملې دي چې طالبان غواړي د فعالیت جوازونه یې بند کړي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مسوول ظریف کریمي وايي، چې د هشت صبح، صبح کابل، اطلاعات روز، راه مدنیت او آماج نیوز ورځپاڼې، افغان، افق، پېشګو او رها خبري اژانسونه او نیمرخ وېب‌پاڼه د دې لسو رسنیو له ډلې دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي وايي: “موږ په محکمه کې ګډون وکړ او خپلې اندېښنې او موجه دلایل مو له محکمې سره شریک کړل. قضايي پلاوي زموږ دلایل ومنل او پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله صورت دعوا محکمې او موږ یعنې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ ته وسپاري څو پر رسنیو لګېدلي تورونه وڅېړل شي او دفاعیه محکمې ته وړاندې کوو.”

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د څار د برخې مشر عبدالحق حماد له دې مخکې ویلي و چې د پنجشنبې په ورځ به د هغو رسنیو د جوازونو د لغو کېدو په اړه پرېکړه وشي چې خاوندان یې په بهر کې دي.

ښاغلي حماد د ملي ټلوېزیون په یوه بحث کې دا رسنۍ چې ده یې نومونه افشا نه‌کړل د طالبانو د حکومت پرضد په تبلیغ او تفرقه اچولو تورنې کړې خو د دې رسنیو د جوازونو د بندولو په اړه د محکمې پرېکړه وځنډېده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...