Home » اقتصادی » د قوش تېپې کانال د لومړني فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د قوش تېپې کانال د لومړني فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرایوي رییس بلخ ته په سفر کې د قوش تېپې کانال له روانو چارو کتنه کړې او ځایي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د دې ملي پروژې د چارو کیفیت او کمیت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

ملي پراختیا شرکت وايي، چې د یاد کانال د لومړي فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي او د مزارشریف-حیرتان سړک او رېل پټلۍ پلونو باندې، په هغه سیمه کې چې د قوش تېپې ستر او ملي کانال تېرېږي، په چټکۍ کار روان دی.

د قوش تېپې کانال د افغانستان پر ځان بسیانې لپاره خورا حیاتي ارزښت لري او تمه ده، چې د دې کانال د چارو له بشپړېدو سره به تر ډېره بریده افغانستان د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...