Home » سیمه او نړی » د غزې پر جنوبي برخه د اسراییلو بریدونه دوام لري

د غزې پر جنوبي برخه د اسراییلو بریدونه دوام لري

د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د نړیوالو فشارونو سره سره بیا هم د دغه هېواد جنوبي برخه تېره شپه د وري۷مه د اسراییلو تر هوایي بریدونو لاندې وه.

د غزې روغتیا وزارت نن اعلان کړی چې د تېرې شپې په نښتو کې ۶۶ کسان وژل شوي دي.

نهه ورځې کېږي چې اسراییلي ځواکونو د غزې ښار په یو لوی روغتون (شفا) برید کړی او اسراییل وایي چې په دې موده کې یې ۱۷۰ فلسطیني نظامیان وژلي او په سلګونو کسان یې نیولي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییلو لخوا په غزې تړانګه کې د اسراییلو په دغه بریدونو کې څه باندې ۳۲ زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پر غزې د اسراییلو دا بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۵مه حماس ډلې په ناخبرۍ سره د اسراییلو په جنوبي برخه برید وکړ او څه باندې یو زر ۲۰۰ کسان یې ووژل او په لسګونو نور یې ونیول.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...