Home » افغانستان » ولي خان:افغانستان کې د روانې جګړې لامل د پاکستان مداخله ده
رویداد خبري آژانس
د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان

ولي خان:افغانستان کې د روانې جګړې لامل د پاکستان مداخله ده

د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودیت په اړه د پاکستاني دولت ادعا د پاکستان د هغې پالیسي برخه ده چې د خپل ځان د سپیناوي لپاره یې تعقیبوي.

ولي خان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان زهرجنې پالیسي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نسلونو ژوند برباد کړی دی.

خان څرګنده کړې چې دوی د پاکستان په خبرو نه غولېږي، دوی سپینه خبره کوي او هغه دا ده چې په افغانستان کې هیڅ کورنۍ جګړه نه شته، څه چې روان دي هغه د پاکستان مداخله ده.

ایمل ولي خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان هسته په افغانستان کې ده او له هغه ځایه د پاکستان ضد کړنې ترسره کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...