د بښنې نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن چهارشنبه د (زمري په ۵مه) يې خپور کړی، په افغانستان کې واک ته د ط.البانو له بيا ځلي رسېدو سره د بشري حقونو نقض ته اشاره کړې ده.
په راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالی ورځ تر بلې په زياتېدو دی او دا وضعيت د ياد قشر ژوند له کړاوونو سره مخ کړی.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې طالبانو د زدهکړو، کار او انفرادي سفر حق په سلبولو سره، پر ښځو او نجونو ژوند تنګ کړی دی.

دې سامان د خپل راپور په دوام سره زياته کړې، واک ته د طالبانو په رسېدو سره په زور او په کم عمر کې ودونه بيخي ډېر شوي دي.
په دې راپور کې چې د «طالبانو له واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو تدريجي مرګ» تر عنوان لاندې خپور شوی راغلي، د طالبانو په واکمنېدو سره له ښځو او نجونو د ملاتړ او محافظت سيسټم چې د کورني تاوتريخوالي پرمهال ورته مراجعه کېده، له منځه تللی دی.
د راپور له مخې، طالبانو هغه ښځې چې سولهييز لاريونونه يې کول نيولي، شکنجه کړي، وېرولي او ان په جبري توګه يې نادرکه کړي هم دي.
په راپور کې د بښنې نړيوال سازمان د رئيس انګس کالامار له قوله ويل شوي، چې له يو کال راهيسې د طالبانو سخت دريځو سياستونو له امله ميليونونه افغان ښځې او نجونو له کار، زدهکړو او هوسا ژوند بې برخې شوي دي.
دې سازمان ويلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پاليسۍ مهوه کوونکې دي او د راپور له مخې يې، اوس هم ياده ډله هڅې کوي چې ښځې او نجونې حاشيې ته ټېل وهي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت له عمر نږدې يو کال تېرېږي او په دې ترڅ کې ښځو او نجونو د ډېر ځله د کار او زدهکړو په برخو کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه سولهييز لاريونونه کړي دي.
خو سرپرست حکومت بيا تل ټينګار کړی، چې ښځې او نجونې د شرعيت په چوکاټ کې د کار کولو او زدهکړو حق لري.
خبريال: احسانالله احسان