د سوېډن لومړۍ وزيرې چې تازه ټاکل شوې وه او د دندې پيلولو يې يوازې څو ساعته کېدل، د يوې بې سارې پرېکړې له مخې بېرته له خپلې دندې استعفا وکړه.
مګډالينا انډرسن د تېرې چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۳يمه) د سوېډن لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې وروسته له هغې استعفا وکړه چې په اېتلافي حکومت کې ورسره شامل زرغون ګوند د حکومت د يوې برخې په توګه له حکومت څنګ ته شو.
نوموړې چې پارلمان يې ته يې بوديجه طرحه وړاندې کړې وه، په تصويب کې پاتې راغله او برعکس پارلمان د اپوزېسيون بوديجوي طرحې ته مثبته رايه ورکړه.
انډرسن له استعفا وروسته خبريالانو ته ويلي، نه غواړي چې د يوه داسې حکومت مشري چې قانوني حثيت يې تر پوښتنې لاندې راځي. نوموړې زياته کړې چې د راتلونکي لپاره د بريا په صورت کې به له خپل ګوند د يوه تشکيل شوي حکومت لپاره هڅه وکړي.
انډرسن دغه راز ويلي چې د راتلونکي لپاره به د خپل ګوند له رهبرۍ سره سلا مشورو ته دوام ورکړي. نوموړې د سوېډن د قانون له مخې اړتيا درلوده چې په پارلمان کې يې اکثريت پر ضد رايه ونه کاروي.
د انډرسن له لوري وړانديز شوې بوديجوي طرحې ته د پارلمان ۳۵۹ غړيو ۱۷۴ کسانو د ضد رايه ورکړه.