Home » سیمه او نړی » د سوماليې په پلازمېنې موګادېشو کې موټر چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوماليې په پلازمېنې موګادېشو کې موټر چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوماليې چارواکو خبر ورکړی چې په پلازمېنې موګادېشو ښار کې د موټربم چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکو ويلي چې چاودنه د ملګرو ملتونو پر امنيتي پرسونل د يوه ښوونځي مخې ته شوې او له همدې کبله په ټپيانو کې ۱۳ تنه زده‌کوونکي هم روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د سوماليې چارواکو او يا هم ملګرو ملتونو نه دي ويلي چې ايا په موټربم چاودنه کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم وژل شوي او يا ټپي شوي دي که نه؟

په مګادېشو کې نننۍ موټربم چاودنې مسووليت د الشباب وسله‌والې ډلې منلی او په کې يې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...