Home » افغانستان » “د سولې او ثبات تحکيم لپاره د ګډ حکومت جوړول يوازينۍ لار ده”

“د سولې او ثبات تحکيم لپاره د ګډ حکومت جوړول يوازينۍ لار ده”

د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولي وايي، په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره اړتيا ده چې ګډ حکومت رامنځته شي.

دې استازولۍ په يوه اعلاميه کې چې پرون د جمعې په ورځ د (لېندۍ په ۲۶مه) يې خپره کړې ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان له بشري ناورين سره مخ دی، نو د کورني امنيت ترڅنګ د سيمه‌ييز امنيت په موخه د خلکو له غوښتنو سره سم دې د اسلامي ارزښتونو، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د ټولنيز عدالت د تامين او د نيابني جګړې په موخه د نورو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدو يقيني کولو په موخه، يوه پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته اړتيا ده.

د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولۍ ټينګار کړی چې د ياد کار لپاره دې د دوحې هوکړې پر بنسټ بين‌الافغاني مذاکرات بيا پيل شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، په هېواد کې د عيني واقعيتو او دغه راز د اسلامي اصولو پر بنسټ رامنځته شوی حکومت کولی شي چې په ملي او نړيواله کچه مشروعيت پيدا او روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

د سلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان استازولي داسې مهال ياده اعلاميه خپروي، چې ټاکل شوې سبا د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د نوموړي سازمان غونډه ترسره شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان پر موجوده بشري وضعيت او ورته د حل لارو پيدا کولو په اړه د ګډوالو هېوادونو د استازو له لوري بحث او خبرې وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...