د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو اېتلاف خبر ورکړی چې د يمن پلازمېنې صنعا ښار اړوند يې په يو شمېر سيمو کې د هوثي وسلهوالو پټنځايونه په نښه کړي دي.
دې دېتلاف پرون سېشنبه د (لېندۍ په ۲يمه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په يادو پټنځايونو کې د هوثي وسلهوالو له لوري بالسټيک توغندي او بېپيلوټه الوتکې ساتل کيدې چې پر مټ يې وخت ناوخت د سعودي عربستان په خاوره کې دننه بريدونه کول.
د نوموړي اېتلاف له لوري په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې هوثي وسلهوال په صنعا ښار کې هغه ودانۍ د خپلو پټنځايونو په توګه کاروي چې کارونه يې نه دي بشپړ شوي او نېمګړې پاتې دي.
اېتلاف له همدې کبله د صنعا له اوسېدونکو غوښتې چې نن چهارشنبه هم ورته ودانيو ته نږدې له راټولېدنو ډډه وکړي، ځکه په خبره يې پر يادو ودانيو د اېتلافي ځواکونو له لوري د هوايي بريد احتمال شته.
د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو دغه اېتلاف په ۲۰۱۵ کال کې عملا د يمن جګړې ته داخل شو. څو په دې هېواد کې د ايران له ملاتړ برخمنده د هوثي وسلهوالو ډله له منځه يوسي.
خو په وروستيو جګړو کې د هوثي وسلهوالو پرمختګ له امله، دې ډلې ان د پلازمېنې صنعا اړوند ځينې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.