Home » افغانستان » د روسیې د امنیت شورا: افغانستان کې د امارت بېرته راتګ د منلو نه دی
رویداد خبري آژانس

د روسیې د امنیت شورا: افغانستان کې د امارت بېرته راتګ د منلو نه دی

د روسیې د امینیت شورا منشي ویلي، په افغانستان کې “د امارت بېرته راتګ د منلو نه دی او دا له وخته وړاندې ده چې د طالبانو نومونه له تورلېسته ووځي.”

نیکولای پاتروشیوف دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لېدو پر مهال په مسکو کې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي پاتروشیوف ویلي، تر هغو چې د سولې خبرو کې پرمختګ ونه شي، له وخته مخکې ده چې د طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته ووځي.

د پاتروشیوف دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف له وروستیو خبرو سره په ټکر کې دي، هغه ویلي و، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نه شي.‌

نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه “ملي ډله” بللې او ادعا یې کړې چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنټرول کې ده.

د کبلوف دغو خبرو چې له سپوټنیک خبري اژانس سره یې کړې وې د افغان حکومت غبرګون پارولی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...