خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي مصونیت په برخه کې د جزيي پرمختګ خبر ورکوي، خو ویلي یې دی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره لا هم اندېښنې شته.
د خوړو نړیوال پرګرام په یو تازه راپور کې ویلي، چې د بشري مرستو کولو په پایله کې د خوراکي توکو له جدي کمښت مخنیوی شوی دی.
راپورونه زیاتوي، چې د ژمي په رانژدې کېدو لپاره د خوراکي وضعیت په اړه اندېښنې شته او له روان نومبر میاشتې څخه د راتلونکي کال تر مارچ پورې به شاوخوا ۱۴.۸ ميليونه خلک چې د افغانستان د نفوس ۳۲سلنه جوړوي، له خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.
په راپور کې راغلي چې بېکاري، د کورنیو پورونه، د عایداتو ټيټوالی، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالي او د خوراکي توکو لوړې بیې هغه عوامل دي چې دغه وضعیت نور هم خرابوي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د سخت ژمي د اغېزو د کمولو لپاره، د خوراکي توکو د زېرمه کولو لپاره خپل هدف چې ۸۵سلنه دی، مخکې له مخکې پوره کړی او پر اساس یې ۱.۵ ميليون کسانو ته ۵۲,۶۱۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او نژدې نیمایي اوړه یې په افغانستان کې دننه برابر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې باران او سېلابونو په سلګونه کورنۍ بې کوره کړې او بشري مرستو ته یې اړ کړې دي.