Home » افغانستان » د خوړو نړيوال پروګرام خبردارۍ: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو

د خوړو نړيوال پروګرام خبردارۍ: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په اپریل میاشته کې چې دوه ورځې ورته پاتې دي، ۱۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راولي.

تر دې وړاندې د ډبلیو‌ایف‌پي د افغانستان څانګې مشرې هسیاو وای لي (Hsiao Wei Lee ) ویلي، ډېر هغه کسان چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ له کبله اغېزمن کېږي، ښځې او ماشومان دي.

هغې هم د مرستو د درېدو خبرداری ورکړی دی او ويلي يې دي: “په دې میاشته کې شاوخوا نهه میلیونه کسانو هیڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې، څلور میلیونه کسانو یوه اندازه مرسته ترلاسه کړې، په اپریل میاشت کې به بیا هم نهه میلیونه خلک هیڅ ډول مرسته ترلاسه نه‌کړي.”

د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې دوی توانېدلي ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسانو سره مرسته وکړي.

د افغانستان له ګوټ ګوټه بیا داسې شکایتونه هم ډېر کېږي چې د بشري مرستو په وېش کې عدالت نه‌شته او تر ډېره هغه کسان تر پوښښ لاندې راولي چې د طالبانو د حکومت خواخوږي یا ملګري وي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...