Home » افغانستان » د ترکیې غونډه کې افغان ولسمشر د سولې نوې طرحه وړاندې کوي
رویداد خبري آژانس

د ترکیې غونډه کې افغان ولسمشر د سولې نوې طرحه وړاندې کوي

دریو لوړ پوړیو افغان چارواکو ویلي دي چې ولسمشر غني پلان لري چې په را روانو شپږو میاشتو کې د جمهوري ریاست لپاره نوي انتخابات اعلان کړي.

د رویټرز خبري اژانس د دغو افغان چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، لیکلي دي چې دا د ولسمشر غني د سولې نوی پلان دی.

راپور وايي ولسمشر غني به راتلونکې میاشت په ترکیه کې په یوه نړیواله غونډه کې خپل دا پلان اعلانوي او په دې سره به داسې ښکاره کوي‌ چې د امریکا له لوري د انتقالي حکومت پلان او وړاندیز ردوي.

یو لوړ پوړي افغان چارواکي ویلي دي:” د امریکا د پلان په مقابل کې چې موږ د استانبول په غونډه کې کوم پلان مخې ته کوو، په هغه کې له وخته مخکې انتخابات کیږي، خو په دې شرط چې طالبان په اوربند موافقه وکړي.”

د رویټرز په راپور کې راغلي چې دغه طرحه له زلمي خلیلزاد سره هم شریکه شوې، په طرحه کې دا هم ویل شوي چې ټاکنې به د ملګرو ملتونو له خوا څارل کېږي ترڅو هر لوري ته یې پایلې د منلو وړ وي.

دغه راز رویټرز وایی د یوه درېیم افغان چارواکي له قوله لیکلي، ولسمشرغني په هیڅ صورت حاضر نه دی چې واک پرېږدي که یې پرېږدي هم د ټاکنو له لارې، خو په باور یې راتلونکی حکومت باید دیموکرات او د ټاکنو له لارې رامنځته شي نه په سیاسي معامله.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم یادې طرحې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي.« موږ له هغو طرحو سره نه یوځای کېږو چې پخوا ناکامې وې او له تقلبه ډکې وي.»

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...