Home » سیمه او نړی » د تايلنډ ۱۷ بېلابېلې سيمې چاودنو لړزولي

د تايلنډ ۱۷ بېلابېلې سيمې چاودنو لړزولي

نن چهارشنبه د (زمري په ۲۶مه) د تايلنډ په سويل کې د پټاني په نوم ولايت بېلابېلو ۱۷ سيمو کې چاودنې شوي او له امله يې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

د چاودنو په سيمو کې ځايي چارواکو ويلي، داسې برېښي چې يادې چاودنې د واحدې همغږۍ له مخې شوي دي.  دوی زياته کړې چې په دې چاودنو کې لوی پلورنځي او د تېلو پمپونه په نښه شوي دي.

ځايي پوليسو په دې اړه خپره کړې خبرپانه کې ويلي، چې دغه چاودنې نن سهار وختي شوي او له همدې کبله يې مرګ ژوبله هم بيخي لږه ده. د راپورونو له مخې په دې چاودنو کې يوازې ۷تنه ټپيان شوي دي.

د تايلنډ په سوېل کې د پټاني ايالت له کلونو راهيسي د څه نا څه ناامنۍ شاهدی دی. په دې ايالت کې مسلمان وګړي ډېر دي او په کې د پټاني يووالي او ازادۍ سازمان يا PULO په نوم ډله وخت ناوخت جګړه کوي.

په تېر ۲۰۱۳زېږديز کال کې د تايلنډ حکومت له يادې ډلې سره د سولې خبرې پيل کړي، خو دا خبرې بې‌پايلې پای ته رسېدلې وې.

په دې ولايت کې له ۲۰۰۴ کال راهيسې د جګړې او ترهګريزو بريدونو له امله ۷۳۰۰ تنه وژل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...