د لبنان په پلازمینه بیروت کې د چاودنې له امله تر دې دمه د ۷۸ کسه د وژل کېدو او ۴۰۰۰کسانو د ټپي کېدو راپورونه تایید شوي دي.
تېره ورځ ناوخته په پلازمینه بیروت کې زوروره چاودنه وشوه.چې لسګونه کیلومتره لرې د چاودنې غږونه اورېدل شوي او په سیمه کې نږدې ودانۍ ټولې زیانمنې شوې دي.
چاودنه د بیروت په یوه سمندري بندر کې شوې ده چې د اصلي لامل په اړه یې لا هم ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
د بېروت حکومت وایي چې ښایي پېښه د څه باندې ۲ زره ټنه امونیم نایتریت د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي. خو لا هم په دې اړه معلومات وروستي نه دي.
د بیروت خلک سخت وېرېدلي او په وینا یې د څو دقیقو لپاره په غوږونو ټپ ټوپ وو.
نن په لبنان کې د همدې چاودنې له امله ملي ماتم اعلان شوی دی.