Home » افغانستان » د بښني نړیوال سازمان وایي پاکستان له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي

د بښني نړیوال سازمان وایي پاکستان له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي

د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو نیوکه کړې او د اسلام اباد دا کړنې یې له تبعیض ډکې او ناسمې بللې دي.

د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې په اسلام اباد کې د شپې لخوا امنیتي ځواکونه کورونه پلټي او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې په سلګونه افغان کډوال نیولي دي.

د راپورنو له مخې د روانې اوونۍ په لړ کې د اسلام اباد د پولیسو شاوخوا اته سوه افغان کډوال نیولي دي.

د ویلو ده چې په پاکستان کې د کډوالۍ برخې مسوولینو د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو چې هغه افغانان له پاکستان څخه نه باسي چې ویزې لري او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.

بلخوا بیا د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني پولیسو هغه کسان هم نیولي چې ویزه لري او په پاکستان کې د استوګنې نور هم اسناد لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...