د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو تازه ادعا کړې چې تېره شپه يې د بلوچستان په پنجګور او نوشکې سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پر کزونو لوی بريدونه کړي او خورا درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
دوی په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د يادو بريدونو په پايله کې لږ تر لږ سل تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيا شوي دي. د بلوڅ بېلتونپالو دې ډلې په خبر پاڼه کې زياته کړې چې په نوشکې سيمه کې پاکستاني پوځيانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو له امله، يادو پوځيان خپل مرکز پرېښی او د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکو ځواکونو يا BLA لاس ته پرېوتی دی.
د پاکستان پوځ بيا په ياده سيمه کې ۴ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ خو کورنيو چارو وزير شېخ رشيد بيا د تېرې شپې بريدونه تائيد کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې بلوڅ بېلتونپال پاکستاني پوځيانو ته د خورا زياتې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي. په دې وروستيو کې يادې ډلې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه زيات کړي دي.