Home » سیمه او نړی » د برېښنا پرچاوي؛ د ایران ولسمشر له خپل ولس څخه بښنه وغوښته
رویداد خبري آژانس
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د برېښنا پرچاوي؛ د ایران ولسمشر له خپل ولس څخه بښنه وغوښته

د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل هېوادوالو څخه بښنه غوښتې او په دغه هېواد کې یې د برېښنا د پرچاو کېدو له امله د خلکو اعتراضونو ته درناوی کړی. 

روحاني پرون د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵ مه نېټه) اعتراض‌کوونکو ته د «ګران» کلمه وکاروله او زیاته یې کړه چې ‎دی د برښنا د پرچاو کېدو په خاطر ترې بښنه غواړي.

روحاني زیاته کړې، چې دی د خپلو خلکو ستونزې درک کوي او په دې تړاو یې له برېښنا وزارت څخه جدي توضیحات غوښتي. 

بلخوا بیا د دې هېواد چارواکو د برښنا د پرچاوۍ تر ټولو لوی علت د خلکو زیاته تقاضا بللې او ویلي یې دي، چې د برېښنا د تولید ظرفیت کم، خو د خلکو غوښتنې زیاتې دي.  

چارواکو تور پورې کړی، چې ځینې کسان په غیرقانوني توګه دوامداره برښنا استفاده کوي. 

د ایران د رسنیو په خبره، د دغه هېواد په ډېرو ښارونو کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه پیدا شوه، چې له امله یې ډېرو خلکو په پراخه اعتراضونو لاس پورې کړ.

اعتراض‌کوونکو د شدیدې ګرمۍ پر مهال د برښنا پرچاوېدو ستونزه جدي ګڼلې او له دولته یې غوښتي چې ژر تر ژره یې حل‌لاره پيدا کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...