ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د نوي قانون پر بنسټ د ایران په ځینو سیمو کې د کډوالو پر کار او اوسېدو بندیز لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې د کډوالو چارو د مرکز رییس نادر یار احمدي له قوله ویل شوي، په ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان، زنجان، سیستان او بلوچستان او مازندران ولایتونو کې د کډوالو شتون محدود کړل شوی دی.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې يوشمېر ايراني چارواکو ويلي و چې د روان کال تر پايه به ۲،۵ ميليونه افغان کډوال چې قانوني سندونه نهلري، بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ دوام لري او په زرګونه کډوال افغانستان ته راستنېږي.