Home » سیمه او نړی » د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو چين کې لومړۍ رسمي ناسته کړې

د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو چين کې لومړۍ رسمي ناسته کړې

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون الاخباریه ویلي، د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له اوو کلونو وروسته په چین کې د خپلو لوړ پوړو ډیپلوماټانو لومړنۍ رسمي ناسته ترسره کړه.

دا ناسته له کلونو وروسته د چین په منځ‌ګړیتوب د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره ترسره شوې ده.

تهران او ریاض موافقه کړې چې ډیپلوماټیک جنجالونه به پای ته رسوي او خپل سفارتونه به بېرته پرانیزي.

سعودي عربستان له هغې وروسته په ۲۰۱۶ کال کې له ایران سره اړیکې پرې کړې، چې په تهران کې يې پر سفارت د یوه شعیه عالم د اعدامولو پر سر د شخړې پر مهال برید وشو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...