د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پریکړهلیک په صادرولو سره په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوی (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی دی.
د یوناما د ماموریت په اړه د امنیت شورا دا غونډه تېره شپه (جمعه د کب ۲۵مه) شوې ده.
په دې غونډه کې د امنیت شورا غړو د ۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پریکړهلیک په تصویب سره په افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو د شتون او د دوی د پروګرامونو پر ارزښت ټینګار شوی دی.
د دې پرېکړې له مخې، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې غځول شوی دی.
په دې غونډه کې د امريکا استازي ویلي چې امنیت شورا به د يوناما د ماموريت په غځولو سره ملګري ملتونه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له لومړيتوبونو سره سم د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ټولو ملي سياستوالو ترمنځ د خبرو اترو د زمینې پر برابرولو بریالي کړي.
دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د هڅو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
بلخوا د ایکوادور استازي هم په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکو بشري اړتیاوو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د حل په برخه کې د یوناما رول مهم بللی دی.
د امنیت شورا په دې غونډه کې د روسیې استازي بیا ویلي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره له ا.ا سره همکاري او تعامل مهم دي.