د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي پرون (چهارشنبې، سلواغې ۱۰مه) خبرداری ورکړ چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخ کوي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي، چې لا هم په کې د ګوزڼ وېروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، مدیترانې کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییز مشر، حنان بلخي په شرقي په یوخبري کنفرانس کې ټېنګار کړی چې د پولیو او نورو ټولو انتقالېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د هڅو او نظارت لپاره د امریکا مرستې اړینې دي.
هغه ویلي: “د پولیو په ختمولو کې د متحدو ایالتونو مرستې قاطعانه وې. په اوسني وخت کې موږ د نړۍ په دوو هېوادونو، پاکستان او افغانستان کې د پولیو د ختمولو وروستي پړاو کې یوو.”
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه اوونۍ وړاندې د ۹۰ ورځو لپاره د متحدو ایالتونو تقریبا ټولو بهرنیو مرستو د بندولو فرمان ورکړ.
ټرمپ همدغه راز د خپل جمهوري ریاست په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وباسي.
بلخي د روغتیا نړیوال سازمان څخه د امریکا د اېستلو په اړه د ټرمپ اعلان «د تاسف وړ» وباله او ویې ویل چې دغه هېواد له لسیزو راهېسې په شرقي مدیترانې کې د دغه سازمان عمده ملاتړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۳ او په افغانستان کې ۲۵ پېښې ثبت شوې دي.