Home » افغانستان » د امریکا د استازو جرګه: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه نه وځو
رویداد خبري آژانس

د امریکا د استازو جرګه: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه نه وځو

د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ‌ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ وايي‌ داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

سمیټ په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې په مختلفو ځایونو کې د امریکایي سرتېرو کم موجودیت د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

نوموړی داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو د پاتې کېدو په اړه خبره کوي چې د جرمني په ګډون د ناټو یو شمېر مشرانو ویلي دي چې د مې تر میاشتې پورې له افغانستان څخه نه وځي.

ناټو وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل باید په شرایطو پورې تړلي وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...