د امریکا بهرینو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره لیدلي او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې لیدنې یوه موخه د افغانستان سولې مسئلې په اړه خبرې اترې وې.
د دې خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو په افغانستان او سوریه کې د خپلو ګډو موخو په هکله بحثونه کړي دي.
دا لیدنه په داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې وه له کوچني اختر وروسته په استانبول کې د افغان سولې په هکله یوه لویه غونډه جوړه شي، خو د طالبانو نه ګډون له کبله لا هم د دې غونډې په هکله د کوم لوري لهخوا جزییات نهدي ورکړل شوي.