Home » افغانستان » د امريکا په کابل کې خپلو وګړو ته د امنيتي ګواښ خبرداری ورکړی

د امريکا په کابل کې خپلو وګړو ته د امنيتي ګواښ خبرداری ورکړی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت کونسلي برخې په افغانستان کې بند پاتې امريکايي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنيتي ګواښ له امله دې په کابل ښار کې له مهمو ځايونو او په ځانګړې توګه د سرينا هوټل له شاوخوا لرې شي.

دې وزارت زياته کړې، که امريکايي وګړي حتا په نوموړي هوټل کې دننه وي، نو سم‌لاسي دې ووځي او يوه خوندي ځای ته دې ځانونه ورسوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د دغه ګواښ په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي او د اوس لپاره يې يوازې خپلو وګړو ته يې د ځان خونديتوب په موخه د خبرداري زنګ وهلی دی.

امريکا داسې مهال په کابل ښار کې د ګواښ خبرداری ورکوي چې تازه يې په دوحه کې له طالبانو سره د لوړې کچې خبرې پايته رسولي دي.

په دې خبرو کې هوکړه شوې امريکا به خپلې بشري مرستې جاري ساتي او طالبان به د يادو مرستو د وېش په برخه کې، په کور دننه ټولې اړينې اسانتياوې برابروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...