د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رئيس او قاضيالقضات سېد يوسف حليم پرون دوشنبه د (تلې په ۲۵مه) د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې وفات شوی دی.
د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل فېسبوک کې د نوموړي د مړينې په اړه خواشيني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې د حليم مړينه د افغانستان لپاره ستره ضايع ده.
نوموړي ويلي، چې سېد يوسف حليم د خپل ماموريت پرمهال په خورا ريښتينولۍ دنده ترسره کړې او د افغانستان د قوانينو په تقنين او د عدلي او قضايي سکټور په اصلاح کې يې عمده ونډه درلوده.
د افغانستان پخوانی قاضيالقضات سېد يوسف حليم له تېر يوه کال راهيسې په ابوظبۍ کې د افغان کډوالو په يوه لنډمهالي کمپ کې اوسېده.