Home » سپورټ » د افغانستان نجونو فوټبال لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه
رویداد خبري آژانس
د افغانستان نجونو فوټبال لوبډله

د افغانستان نجونو فوټبال لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان نجونو فوټبال ۲۰ کلنو لوبډلې، تېره شپې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د یاد هېواد لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه.

دا د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ دي چې لا هم روانې دي.

افغانې لوبغاړې زهرا فولادي، په ۱۷ مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول وکړ.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه ازبکستان ته بایللې وه.

د افغانستان د نجونو فوټبال ۲۰ کلونو لوبډله به سبا دوشنبه د ایران لوبډلې سره مخامخېږي.

د ازبکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، د مرکزي اسیا د فوټبال دا سیالۍ، د جون په ۹ مه نېټه پیل شوې دي او تر ۱۸ مې نېټې به دوام وکړي.

افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان د دې سیالۍ ګډونوالې لوبډلې دي.

د مرکزي اسیا نړۍوال جام، د مرکزي اسیا د فوټبال ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...