Home » افغانستان » د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو خوندور زعفران وپېژندل شول

د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو خوندور زعفران وپېژندل شول

د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ (ITI) اعلان وکړ چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی او د “خورا خوندور” زعفرانو په توګه پېژندل شوي دي.

دغه انسټیټیوټ د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۵مه) یو راپور خپور کړی چې په کې د هرات زعفران له لابراتواري ازموینو وروسته د غوره زعفرانو په توګه اعلان شول.

د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ په بلجیم کې موقعیت لري هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خوراکي محصولات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزوي.

د دې انسټیټیوټ د ارزونو له مخې، د افغانستان زعفرانو تر ټولو د ښه خوند جایزه تر لاسه کړې ده.

زعفران د افغانستان یو له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه شمېرل کېږي چې د څو کلونو راهیسې یې د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

افغان زعفران چې د سرو زرو په نوم هم یادېږي اوس مهال د نړۍ ګڼو بازارونو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو، هند او چین ته صادریږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...