د افغانستان د موسيقي نوموتی ستوری استاذ ګل زمان چې له مودې راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، نن شنبه سهار وختي د (کب په ۷مه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
استاذ ګل زمان د عمر ډېره برخه د افغانستان موسيقۍ ته په خدمت کولو تېره کړه او په دې برخه کې يې د استاذۍ لقب تر څنګ د پښتو موسيقۍ د بابا لقت هم خپل کړی دی.
نوموړي افغاني موسيقۍ ته د خدمت کولو په ترڅ کې په کور دننه د زيات شهرت لرلو ترڅنګ په نړيوال کچه هم د هنري او فرهنګي بنسټونو له لوري ستايل شوی دی.
په دې وروستيو کې نوموړي له رسنيو په خبرو کې ويلي و چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی او لاخره نن شنبه د ۸۴ کلونو په عمر له دې نړۍ ابدي ژوند ته وکوچېد.
که څه هم تر اوسه د نوموړي د وفات په تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه نه دي ويلي، خو يو شمېر مشهورو هنرمندانو د استاذ ګل زمان مړينه تائيد کړې ده.